Loading surah...
Back to Pashto Quran
40 Ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ عَمَّ يَتَسَآءَلُونَ
دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟
عَنِ ٱلنَّبَإِ ٱلْعَظِيمِ
د ډېر لوى خبر په باره كې
ٱلَّذِى هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ
هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي
كَلَّا سَيَعْلَمُونَ
نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي
ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ
بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي
أَلَمْ نَجْعَلِ ٱلْأَرْضَ مِهَٰدًۭا
ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟
وَٱلْجِبَالَ أَوْتَادًۭا
او غرونه (مو) میخونه
وَخَلَقْنَٰكُمْ أَزْوَٰجًۭا
او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه)
وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًۭا
او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى
وَجَعَلْنَا ٱلَّيْلَ لِبَاسًۭا
او شپه مو لباس ګرځولې ده
وَجَعَلْنَا ٱلنَّهَارَ مَعَاشًۭا
او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى
وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًۭا شِدَادًۭا
او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي
وَجَعَلْنَا سِرَاجًۭا وَهَّاجًۭا
او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده
وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلْمُعْصِرَٰتِ مَآءًۭ ثَجَّاجًۭا
او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي
لِّنُخْرِجَ بِهِۦ حَبًّۭا وَنَبَاتًۭا
د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو
وَجَنَّٰتٍ أَلْفَافًا
او باغونه یو له بل سره نژدې
إِنَّ يَوْمَ ٱلْفَصْلِ كَانَ مِيقَٰتًۭا
بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى
يَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًۭا
هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ
وَفُتِحَتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتْ أَبْوَٰبًۭا
او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي
وَسُيِّرَتِ ٱلْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا
او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي
Page 1 of 2 (40 ayahs)